العربية  

books دبوسنيا او هرزوګوينا هيواد

If you do not find what you're looking for, you can use more accurate words.

View more

دبوسنیا او هرزوګوینا هیواد (Book)


د بوسنیا او هرزوګوینا هیواد زموږ د کړیدلي هیواد او په اوس وخت کې د فلسطین په ځانګړي ډول د غزې د وږو او دردیدلي هیواد په څیر یې د کفارو له لوري ډیر تکلیفونه او ستونزې ګاللې دي ، په پنځلسمه میلادي پیړۍ کې عثماني اسلامي امپراطورۍ خيل فوجونه د اسلام د مبارک دین د رڼاګانو سره یو ځای دغه هیواد ته ننوتل، د رمضان په میاشت کې سلطان مراد عثمانې د 60 زره عسکرو سره چې په مقابل کې یی ۲ لکه عسکر وه په ډیره میړانه وجنګیده چې په پای کې دیو صربی عسکر په ګوزار سره په شهادت ورسید .
بیا دپخوانۍ کمونستې یوګوسولاویا څخه دآزادی په هیله ددې هیواد لومړني مسلمان جمهور رئیس علی عزت بیګو فتتش په پنځه کاله زندان محکوم کړ .
بیا په ۱۹۹۲ میلادي کال کې کله چې د صربیانو او ټولې کفري نړۍ یرغل په مظلومو بوسنیایانو پیل شو په لکونو مسلمانان په شهادت ورسیدل - دنسل وژنې جګړې په جریان کې، لسګونه زره بوسنیایان شهیدان شول، سلګونه زره له خپلو ځمکو څخه بې ځایه شول، او په لسګونو زره میرمنو باندې جنسي تیری وشول. یوازې د سربرینیکا په قتل عام کې، 8,000 بوسنیایان د بوسنیا صربانو لخوا په شهادت ورسول شول او په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شول..
په بوسنیا کې د نسل وژنې د بندولو لپاره نړیوال اقدام د جګړې له پیل څخه نږدې څلور کاله وروسته پیل شو. په دې ټوله موده کې، بوسنیایان محاصره شوي وو او د ځان د دفاع لپاره له وسلو څخه محروم وو ځکه چې نړیوال بندیز چې د درنو وسلو لرونکي صربانو په ګټه و. بیا هم، سارایوو وکولی شول چې د عصري تاریخ ترټولو اوږده محاصره برداشت کړي.