English  

تحميل كتاب مدرسه او مبارزه Pdf

مدرسه او مبارزه
Qr Code مدرسه او مبارزه

مدرسه او مبارزه

مؤلف:
قسم: تطوير التعليم [تعديل]
اللغة: الفارسية
الناشر: د حکمت خپرندويه ټولنه
الصفحات: 520
حجم الملف: 8.04 ميجا بايت
نوع الملف: PDF
تاريخ الإنشاء: 04 يوليو 2024
ترتيب الشهرة: 889,789 رقم 1 هو الأشهر !
رابط مختصر: نسخ
المزيد من الكتب مثل هذا الكتاب
مراجعات ( 0 )
اقتباسات ( 0 )
قراءة وتحميل ( )

التعليم و الكتابة

الناشر وليس المؤلف كتاب مدرسه او مبارزه .
محمد فاروق الأفغاني، طالب العلم في جامعة بروان الجهادية، و كاتب المقالات و الرسائل العلمية و الدينية في مجال تطور و تقدم المناهج الدارسية لمدارس أفغانستان الدينية.

وصف الكتاب

د مدرسه او مبارزه کتاب هر اړخیزه پېژندنه او اهمیت!

​الحمد لله رب العلمین القائل: «يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورُهُ وَلوْ كَرِهَ الكَافِرُونَ» والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء وإمام المرسلين القائل: «مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى، كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا» وعلى آله وأصحابه الهداة المهديين الذين أناروا الدنيا بنور الدين واليقين، ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.

​ولې مې د دې کتاب د لیکلو ضرورت احساس کړ؟

​د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې حکومت قائم شوی چې د نړیوال کفري اشغالګر تړون په خلاف د مجاهدینو د پوځي او سیاسي بریا په پایله کې منځته راغلی دی. دغه حکومت د شریعت علماء اداره کوي او د ټولې اسلامي نړۍ له حکومتونو سره په سیاست، حاکمیت، عسکریت، فرهنګ، قانون او اجتماعي او معنوي ارزښتونو کې توپیر لري.

​د دغه رامنځته شوي اسلامي حکومت د تقویې او دوام لپاره باید د علماوو نوي نسلونه داسې وروزل شي چې له یوې خوا د نظام چلولو او نظام ساتلو فکر او علمي وړتیاوې ولري، او له بلې خوا دغه نظام ته له هرې خوا متوجه سیمه ییز او نړیوال خطرونه درک او مقابله یې وکړای شي.

​په افغانستان کې له تېرو سلو کلونو راهیسې غربي افکارو په فلسفي ډول د خلکو په ذهنونو، د نظام په قوانینو، تعلیمي نصابونو او کلتوري ارزښتونو کې ځای نیولی دی. د غربي افکارو او نظریاتو د زهرجن اغېز په پایله کې دلته داسې نسلونه رامنځته شوي چې یا له اساسه پر دین او دیني ارزښتونو بې باوره شوي، او یا یې باور دومره کمزوری او متزلزل شوی چې د بې دینۍ او پردیو افکارو هره څپه یې له ځان سره وړي. دغه خلک د خپل فکري انحراف له امله سعادت او نجات په اسلام کې نه، بلکې په بل څه کې لټوي او د خپل دین او ولس په خلاف د جګړې لپاره د پردیو په صف کې درېږي.

​له پردیو اغېزمن شوي او د هغوی پر افکارو روزل شوي کسان پر دې باور نه لري چې اسلام دې د هر عصر له غوښتنو سره سم د مسلمانانو د فکري، قانوني، تمدني، اخلاقي، سیاسي، اجتماعي، عسکري او اقتصادي وضعیتونو د تنظیمولو لپاره خپل تعلیمات او قوانین ولري؛ نو ځکه خو تل په دې هڅه کې وي چې په دغو ټولو ډګرونو کې د ستونزو د حل په موخه د شرقي یا غربي کفري نظامونو نظریات، افکار او قوانین راوړي، دلته یې خلکو ته ور تلقین کړي او د واکمنۍ پر مهال یې د زور او استبداد له لارې پر ټول ولس وتپي.

​په افغانستان کې د پردیو افکارو خپروونکو د خپل هدف لپاره د فکر خپرولو له ټولو وسایلو او فرصتونو کار واخیست؛ فکري کړۍ یې جوړې کړې، کتابونه یې چاپ کړل، د اسلام ضد فکري ادبیات یې رامنځته کړل، نشراتي ادارې یې جوړې کړې، نصابونه یې ولیکل، ټولنې او ګوندونه یې رامنځته کړل، حکومتونه یې قائم کړل او د لوړو زده کړو لرونکو خلکو لویه برخه یې د اسلام د حاکمیت د مخنیوي په موخه په بېلابېلو نومونو له ځان سره ملګري کړل. هغوی د کودتاګانو د کولو او د پردیو د رابللو په پایله کې د میلیونونو انسانانو د مړینې، معلولیت، بندي کېدو او بې کوره کېدو اسباب او عوامل برابر کړل.

​په افغانستان کې غرب پلوي او د کمونیستي نظریاتو لرونکي تل په بېلابېلو لارو له خپلو بهرنیو ملاتړو سره په مستقیمه اړیکه کې پاتې شوي دي. هغوی د هر وخت لپاره خپل نظریات او پلانونه د شرایطو سره سم نوي کړي او هڅه یې کړې چې د دې ولس یوه برخه خلک په خپلو افکارو قانع کړي او په بېلابېلو ډولونو یې په ځان پورې تړلي وساتي.

​په هېواد کې د پردیو افکارو لرونکو، که کمونیستان دي، لیبرالان دي او یا نشنلیستان دي، له یوې خوا خلکو ته خپل افکار د پرمختللو (مترقي) ارزښتونو او معقولو فلسفو په نامه وړاندې کړي او داسې یې ښودلې چې د دوی فکر او نظام خلکو ته نیکمرغه ژوند بښي؛ او له بلې خوا یې د اسلام او اسلامي حاکمیت په اړه ولس ته منفي او غلط فکر ورکړی، ترڅو نوي نسلونه له اسلامي فکر او نظامه متنفر کړي.

​د غربي او کمونیستي فکرونو او نظامونو پلویانو دلته له یوې خوا د میلیونونو انسانانو وینې تویې کړې، او له بلې خوا یې د خپلو افکارو د پراخ خپرولو، سستماتیک بلنې او ذهن جوړونې له لارې یوه لویه برخه خلک له ځان سره ودرول او د خپل مسلمان ولس په خلاف یې وجنګول. همدغه خلک بیا د عالم، منبر، محراب، مسجد، مدرسې، شېخ، خانقاه، پیر او هر دیني لوري په مقابل کې ودرېدل. نه یوازې دا چې د متدینو خلکو په خلاف په فکري لحاظ ولاړ وو، بلکې په عملي ډول یې بې رحمه دښمني ورسره وکړه؛ دیني خلک یې وځپل، بمبارډ یې کړل، ویې وژل، زندانونه یې ترې ډک کړل، د هېواد پرېښودو ته یې اړ کړل او په ټولنه کې یې توهین او بدنامه کړل. کله چې په خپله د هغوی له منځه وړلو څخه عاجز شول، نو پردي پوځونه یې راوغوښتل او د خپل ولس، د اسلام د دین او عقیدې په خلاف یې له اشغالګرو سره په یو صف کې ودرېدل.

​دلته څو مهمې پوښتنې راپیدا کېږي:

• ​ولې زموږ د ولس یوه برخه خلک د پردیو افکارو منونکي شول؟

• ​ولې د پردیو په صف کې ودرېدل؟

• ​ایا دغو پردیو راوارد شوو نظریاتو په رښتیا هم پر اسلام لوړوالی درلود چې دوی ومنل؟

• ​ایا دغو نظریاتو په رښتیا داسې معقولیت درلود چې باید له اسلامي معتقداتو څخه ورته تېر شي؟

​نه، هېڅکله داسې نه ده!

​ستونزه له دې ځایه پیدا شوې چې په تېره یوه پېړۍ کې زموږ د محراب، منبر، مسجد، مدرسې او معنوي لارښوونې خلکو د دغو معاصرو باطلو نظریاتو په خلاف په علمي او فکري ډګر کې مطلوبه مبارزه نه ده کړې. موږ د هغوی د افکارو د زیان او بطلان په اړه کتابونه نه دي لیکلي، او د دغو باطلو نظریاتو په خلاف زموږ غږ په اغېزمن او سیستماتیک ډول نه دی پورته شوی. موږ فکري کتابونه نه دي لیکلي او تربيوي کړۍ مو نه دي جوړې کړي؛ د دوی په نظریاتو او فلسفو مو علمي کره کتنه (نقد) نه ده کړې او د دوی د عقایدو او نظریاتو باطلوالی مو خلکو ته په علمي ډول نه دی روښانه کړی. برعکس، د غربي او کمونیستي فکر لارویانو خپل نظریات دلته د پرمختګ، برابرۍ، له نړۍ سره د همغږۍ، د ظلم او بېوزلۍ د ورکولو او په نورو مختلفو نومونو معرفي کړل او زموږ په غفلت سره رامنځته شوې تشه یې په خپل فکري منځپانګې ډکه کړه.

​په افغانستان کې د امان الله خان له وخت راهیسې د غربپالنې د منظمو او پرله پسې فعالیتونو په پایله کې سیاست، قوانین، نظام، او نړیوالې سیاسي او عسکري اړیکې د اسلامي معیارونو پر بنسټ نه، بلکې د غربي یا کمونیستي افکارو پر بنسټ عیار شوي دي. په هېواد کې د نظامونو سیاستونه داسې روان وو چې دین او دیني علماء باید په نظام او ټولنه کې رهبري (قیادي) رول ونلري. دې ټول وضعیت په افغانستان کې یو داسې حالت رامنځته کړ چې په پایله کې یې دیني علماء د ټولنې له مشرتابه محروم کړل، او د ټولنې واکمن خلک او نخبګان په فکري، عقیدوي، سیاسي، عسکري او کلتوري لحاظ له دیني ژمنو لرې او په پردیو پسې روان شول.

​دیني علماء چې د انبیاوو (علیهم السلام) وارثان وو، یا هجرت ته، یا پټېدلو او چوپ پاتې کېدلو ته اړ شول، او یا یې د اسلام پر داسې تعلیم او تشریح بسنه وکړه چې نه پرې د مسلطو باطلو لورو مقابله کېدای شوه، نه یې په ټولنه کې هغومره فکري او عملي اغېز درلود او نه یې د بدلون زمینه برابروله.

​دا چې تر اوسه پورې په فکري برخه کې زموږ له نیمګړتیاوو څخه نااسلامي فکري خاوندانو ګټه اخیستې او دغه تشه یې په خپلو فکري ادبیاتو ډکه کړې ده، او زموږ د ولس یوه برخه لوستي خلک یې په خپل فکر روزلي او بېرته یې د اسلامي فکر، مجاهد او د مدرسې د اهل په خلاف جنګولي دي؛ نو دغه حالت باید د مدرسې اهل په دې برخه کې ژور فکر او منظم فعالیت ته اړ کړي، ترڅو د علماوو راتلونکو نسلونو ته د فکري مبارزې ادبیات ور زده او تدریس کړي. همدارنګه په هغوی کې داسې وړتیاوې پیدا کړي چې هم د نن زمانې په ژبه د دې زمانې انسان ته د اسلام اصیل مفاهیم ورسولی شي، او هم د اسلام او اسلامي نظام په اړه د نن زمانې د انسان هغه شبهات ځواب کړي چې نااسلامي فکري لورو ور اچولي دي.

​بل لامل چې زه یې دې ته اړ کړم چې د مدرسې اهل ته څو ستراتیژیکې خبرې او هغوی ته د معاصرې اسلامي مبارزې په برخه کې د فکري ادبیاتو په اړه خطاب او ځینې سپارښتنې ولرم، دا دی چې افغان ولس پر دیني علماوو لوی باور لري. همدوی له هغوی څخه خپل دین اخلي، په همدوی پسې د دین او ټولنې په چارو کې اقتداء کوي، د همدوی په فتوا ټوپک راخلي او په لسګونو کلونه د زبرځواکونو په وړاندې جهاد او مبارزه کوي، د همدوی په وینا له خپلو سرونو او مالونو تېرېږي، او د هغوی سیاسي مشرتابه ته پر بل هر سیاسي قیادت لومړیتوب ورکوي. نو پکار ده چې د مدرسې اهل هم خپل نصابونه، د روزنې او تلقین څرنګوالې، لومړیتوبونه، دښمن پېژندنه او د باطل په خلاف خپل فعالیتونه داسې عیار کړي چې د دوی په لاس د نویو علماوو روزل شوي نسلونه د اسلامي بلنې، مشرتابه، ملت جوړونې، حکومتوالۍ، او وسله وال جهاد وړتیا ولري او له اسلام او اسلامي ارزښتونو څخه د هر اړخیزې دفاع روحیه او توان ولري.

​پورته یادې شوې وړتیاوې او توانايي تر هغه وخت پورې د مدرسې په اهل کې نه راځي، ترڅو چې خپل ځان نقد نه کړي، علمي او تربیوي لومړیتوبونه د اسلام د اصیل فهم په رڼا کې له سره تنظیم نه کړي، له جمود او سطحیت څخه راونه وځي، د خپلې زمانې باطل نظریات او پر هغو رد ونه پېژني، د خپل هېواد ترخه واقعیتونه، د علمي پرمختګ فرصتونه او د ولس دیني، فکري، علمي، سیاسي، اقتصادي، عسکري او کلتوري اړتیاوې درک نه کړي. همدارنګه باید د نړۍ د طاغوتي ځواکونو له اسلام دښمنو عزائمو او پلانونو خبر شي او دا ومني چې دوی د یوې سترې او خطرناکې جګړې داسې لوری دی چې نږدې د ټولې نړۍ نظامونه یې په وړاندې ولاړ دي او تر هغه به د دوی له دښمنۍ څخه لاس وانخلي، ترڅو چې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي او یا مغلوب شوي نه وي.

​زه د داسې یو چا په توګه د مدرسې اهل په دغو مفاهیمو مخاطبوم چې هم مې په تاریخ کې د مسلمانو ملتونو د نظامونو، سیاسي او فکري بهیرونو د عروج او زوال اسباب او عوامل لوستلي او هم مې په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې د سیاسي او فکري جریانونو عروج او زوال په خپلو سترګو لیدلی دی.

​الهي سنتونو او تاریخي شواهدو دا ښودلې چې کومو خلکو د خپل دین، فکر، دعوت، نظام او شتون د تداوم لپاره د مادي او معنوي ځواک اسباب او عوامل سم نه دي کارولي او په وخت یې سمې پرېکړې نه دي کړي، هغوی که هر څومره لوی او ځواکمن هم وو، کمزوري شوي او د خپل مادي او معنوي شتون په ساتلو کې نه دي بریالي شوي. خو کومو جریانونو چې د ځواک او دوام مادي او معنوي اسباب او وسایل سم کارولي او په وخت یې سم او مطلوب ګامونه پورته کړي، هغوی که څه هم په پیل کې واړه او کمزوري وو، خو د وخت په تېرېدو سره یې هم خپل شتون ساتلی او هم یې نور پرمختګ کړی دی.

​د دې لپاره چې د دوو سترو جهادونو په پایله کې دغه په لاس راغلی ستر فرصت له لاسه ورنکړو او یوازې یوه لنډمهاله څپه ونه اوسو، بلکې د یو قوي، متمدن او رښتیني اسلامي نظام په توګه نه یوازې خپل دوام وساتو، بلکې نورو مسلمانو ولسونو ته یوه بریالۍ او د پیروۍ وړ بېلګه وګرځو، نو باید مدرسه او د هغې اهل په ځان کې مطلوبې وړتیاوې پیدا کړي.

​په دې کتاب کې که په ځینو ځایونو کې د مدرسې د اهل په اړه خبره د نیوکې یا ګیلې په بڼه شوې وي، هغه هېڅکله د هغوی د ملامتولو او یا د هغوی د سپکاوي په موخه نه ده؛ بلکې موخه یې دا ده چې د مدرسې اهل ته نن د دیني او سیاسي مشرتابه، ښوونې او روزنې، دعوت او ارشاد، فکر او فرهنګ، اقتصاد او صنعت، عسکریت، ملت جوړونې، عدلیې او قانون، د باطلو فکري، سیاسي او عقیدوي جریانونو د مقابلې، او د نظام او ولس ټول مسوولیتونه ور په غاړه شوي دي. د دې ټولو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره د داسې علماوو د روزلو اړتیا ده چې د شرعي علم ترڅنګ نورې مطلوبې وړتیاوې هم ولري، چې له بده مرغه تر اوسه مو په تعلیمي نصابونو کې د دغو وړتیاوو رامنځته کوونکي مضامین او علوم نشته.

​د دې لپاره چې په پورته یادو شوو برخو کې تر یوې کچې تشه ډکه شوې وي او د اسلامي مبارزې اړتیاوو او لومړیتوبونو ته مو د علماوو او تعلیمي مسوولینو پام اړولی وي، په دې کتاب کې مې څو ټکي په یوولسو فصلونو کې په لاندې ډول تنظیم کړي دي:

​د کتاب د فصلونو لنډیز

• ​لومړی فصل: پر دې موضوع بحث کوي چې کله په اسلامي نړۍ او افغانستان کې تعلیم غربي بڼه غوره کړه، نو څنګه یې مسلمانان د تدین، فکر، کلتور، اخلاقو، سیاست، حاکمیت، عسکریت، اقتصاد، تعلیم او ټولنیزو ارزښتونو په برخو کې له اسلامي شریعته لرې کړل او په غرب پورې یې وتړل، او څنګه اسلامي نړۍ خپل ځانګړی سیاسي هویت او فکري ماهیت له لاسه ورکړ؟

• ​دویم فصل: پر دې خبره کوي چې په معاصره اسلامي مبارزه کې د مدرسې او د هغې د اهل کوم مهم رول دی او غرب او په اسلامي نړۍ کې په غرب پورې تړلو سیکولرو لورو یې په وړاندې کوم دریځ نیولی دی؟ مدرسه باید د اوسني فکري انحراف او اخلاقي زوال په اړه څه دریځ غوره کړي؟ د جهاد او مبارزې لاسته راوړنې په څه شي ساتل کېږي؟ په اسلامي هېوادونو کې ولې اسلامي نظامونه نه قائمېږي؟

• ​درېیم فصل: په دې بحث کوي چې د دیني مدرسې په نصاب کې د معاصرو فکري ادبیاتو نشتوالي کوم زیانونه اړولي دي؟ د ارزښتونو جګړه ولې مهمه ده؟ پخوانی او اوسنی جاهلیت څه شی دی او ولې جاهلي نظامونه اسلام حاکمېدو ته نه پرېږدي؟ د مدرسې اهل ولې باید فکري جګړه وپېژني او مقابله یې وکړي؟ د فکري جګړې د مقابلې مخکښان عالمان څوک دي او د فکري مبارزې ادبیات له کومه ځایه ترلاسه کړو؟

• ​څلورم فصل: پر دې رڼا اچوي چې د ارزښتونو په جګړه کې د ایماني ځواک او کمزورتیا څه اغېز دی؟ او د اسلامي امت خطرناکه کمزورتیا له کومه ځایه پیل شوې ده؟

• ​پنځم فصل: په دیني مدارسو کې د انقلابي روزنې پر اړتیا، د انقلابي علماوو پر رول او پر دې بحث کوي چې ولې باید افغان علماء تر نورو ډېر انقلابي وي؟

• ​شپږم فصل: دا موضوع څېړي چې افغانستان د غربیانو له نظره د هغوی د کلتور او سیاسي واکمنۍ په لوی سمندر کې یوه ناڅرګنده او د دوی په اصطلاح "نا تسخیر شوې ټاپو (جزیره)" ده، چې د تسخیرولو لپاره یې بېلابېلې هڅې کوي. همدارنګه پر دې هم خبره کوي چې د افغانستان د سیاسي هویت او د افغانانو د فکري حریم ساتنه د دیني علماوو دنده ده، چې باید متوجه خطرونو او خپلو درنو مسوولیتونو ته بیدار اوسي.

• ​اووم فصل: د دیني تعلیم پر اصلي موخو تفصیلي خبرې کوي او دا روښانه کوي چې ترڅو د دیني تعلیم اصلي موخې درک او پلې نشي، په ټولنه کې مطلوب بدلون نشي راوستل کېدای.

• ​اتم فصل: چې د دې کتاب تر ټولو تفصیلي او بنسټیز فصل دی، هغه علوم او مضامین پکې یاد شوي چې د مدرسې اهل ورته سختې اړتیاوې لري، خو د مدرسې په نصاب کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی.

• ​نهم فصل: د دین د بیا حاکمولو پر لاره د مدرسې د اهل د مزل او پر دې لاره د پرتو خنډونو او څو بریالیو بېلګو یادونه کوي.

• ​لسم فصل: پر دې موضوع غږېږي چې جوماتونه او تربیوي کړۍ د مبارزې سنګرونه دي چې باید په سمه توګه وپالل شي.

• ​یوولسم فصل: د شرعي، معقول او واقعي ځواب د موندلو په موخه دا پوښتنه راپورته کوي چې ښځو ته به د الله تعالی دین څوک او څنګه ور زده کوي؟

​په پای کې د جهاد، دعوت، علم، فکر، ارشاد او قلم له خاوندانو څخه هیله ده چې افغان مجاهد ولس ته د فکري مبارزې په برخو کې د مهال په ژبه، پخې، اسلامي او هر اړخیزې لیکنې وړاندې کړي؛ داسې لیکنې او ویناوې چې له افراط او تفریطه لرې او پر اعتدال ولاړې وي، ترڅو د نویو نسلونو د علمي او فکري پرمختګ لامل شي.

​د دغه کتاب لیکوال د دغې هڅې د یادولو ترڅنګ دا اړینه بولي چې دا کتاب د دیني مدرسې د اهل او د اسلامي مبارزې د لارویانو د اسلامي او مبارزاتي لارښوونې یوه انفرادي هڅه ده. که مې په دې هڅه کې حق بیان کړی وي، نو دا به پر ما د الله تبارک وتعالی فضل وي او که چېرې په کوم حکم، دریځ، ستاینه او بیان کې تېروتی یم، نو دا به زما د کم علمۍ له امله وي، نه دا چې زه به پر تېروتنې ټینګار کوم. په دې اړه د اسلامي مبارزې له پوهو استادانو څخه هیله لرم چې د تېروتنو په سمولو کې ما ته د مرستې لاس راکړي.
​والله هو الموفق والهادي إلى سواء السبيل.

_________________

مولوي عبدالهادي مجاهد څوک دی؟

• ​مولوي عبدالهادي (مجاهد) چې اصل نوم یې مولوي عبدالمتین (ابراهیم خېل) دی د ملا الف خان زوی د محمد یوسف لمسی د لغمان د ولایت د قرغیو د ولسوالۍ د حسن خېلو د کلي اوسېدونکی دی. په ۱۳۴۹ هجري شمسي کال کې زېږېدلی. قرآن کریم، پنج کتاب، دیوان حافظ، د سعدي ګلستان، خلاصه، مفید الطالبین، قدوري، نور الایضاح او کنز الدقائق یې مدرسې ته تر تللو مخکې د کلي په مسجد کې له خپل پلار او نورو استادانو ویلي دي.

• ​د مکتب ابتدایه مرحله یې د کابل د چهاردهي د چهارقلعه، د لغمان د منډرور او د هجرت په دیار کې د کوګا د کمپ د مهاجرینو په مکتبونو کې لوستې ده.

• ​تر شپږم صنف وروسته یې له مکتب څخه د مدرسې لار نیولې او د هجرت په دیار کې یې د بټه بګۍ د عبدالله بن عباس په مدرسه، د چارسدې د ترنګزو په جامعه محمودیه، د چارسدې تحصیل دارالعلوم اسلامیه، د امام ابو حنیفه عالی انسټیټیوټ او د مهاجرینو په نورو مدارسو کې درس ویلی او په پای کې په ۱۴۱۹ هجري قمرې کال کې د پېښور د صدر له جامعه امداد العلوم څخه فارغ شوی دی.

• ​د قرآن کریم ترجمه یې د چارسدې د ترنګزو په کلي کې د شیخ ادریس صاحب له نیکه مرحوم مولانا شهزاده صاحب، مرحوم مولوي محمود شاه صاحب، مرحوم مولوي غلام الرحمن صاحب سره کړې ده.

• ​د امام ابو حنیفه د معلم روزنې په عالي انسټیټیوټ، د کندهار په جهادي مدرسه، د اکوړي په جامعه قاسمیه او ځینې نورو مدرسو کې یې تدریس کړی.

• ​د اته لس کلنۍ په عمر د روسانو د اشغال له وخته تر اوسه الله تعالی په جهادي صف کې د پاتې کېدلو سعادت ورپه برخه کړی، او د امریکايي اشغال په وخت کې د مجاهدینو د معسکراتو د فکري او شرعي دورو استاد پاتې شوی.

• ​د دعوت، تدریس او جهاد تر څنګ شل کاله د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون غړی او د امارت د عربي نشراتو مُعرِّب او د الإمارة او الصمود عربي مجلو مؤسس او همدارنګه د عزم، استقامت، څرک، شهامت او مورچل مجلو لیکوال پاتې شوی دی.

• ​د اسلامي امارت تر بیا قیام وروسته د افغانستان د عدلي طب رئیس پاتې شوی.

• ​په پنځو ژبو پښتو، دري، اردو، عربي او انګلیسي خبرې کوي.

• ​د شپونکي په نامه یې جهادي ادب او شعر ته کار کړی او په همدې نامه یې شعرونه او ترانې لیکلي چې ځینې مشهورې ترانې ویونکو ویلي دي.

​[د ده آثار او کتابونه:]

• ​د فکري پوهنې

• ​د یرغل په وړاندې

• ​دانستنیهای از فکر اسلامی

• ​مدرسه او مبارزه

• ​الاحتلال الأمريكي و حقيقة الصراع في أفغانستان

• ​د معاصرې اسلامي مبارزې فکري ادبیات

• ​او د جهادي فکر په نامه یې کتابونه یې لیکلي چې لومړني څلور یې چاپ شوي او نور یې ناچاپه دي.

• ​له تېرو څلور دېرش کالونو راهیسې د اسلامي علومو، اسلامي تاریخ، عربي ژبې، او د غرب او اسلام تر منځ د فکري کشمکش او فکري جګړې د مضامینو په تدریس بوخت دی. د مسلمانانو د عروج او انحطاط د اسبابو او عواملو د پېژندلو او له انحطاطه د بېرته راپورته کېدلو مضمون یې تر ټولو خوښ مضمون دی، او له کلونو راهیسې پر همدې موضوع لیکنې او ویناوې کوي.

• ​د اسلام د هر اړخیزې مطالعې په رڼا کې کمونیزم، لیبرالیزم، سیکولرزم، هیومانیزم، رشنلزم، نشنلزم، ډیموکراسي، ګلوبلایزیشن او دېته ورته نورې فلسفې او نظریات ورته د معاصر جاهلیت فکري مکتبونه ښکاري. په اسلامي نړۍ کې د دغو نظریاتو پیروان او د هغو ملاتړي ادیبان او لیکوالان ورته د غرب د ملحدو او بې مهاره مفکرینو او لیکوالو ترجمانان ښکاري.

• ​مولوي عبدالهادي مجاهد د تېرو دوو پېړیو د تاریخ او تجربو په پام کې نیولو سره په دې باور دی چې استعماري او یرغلګر هېوادونه هر وخت تر خپل پوځي یرغل د مخه پر مسلمانو هېوادونو د خپلو همفکره مفکرینو، لیکوالو، ادیبانو، مطبوعاتیانو او د تعلیم د ماهرینو له لارې فکري او فرهنګي یرغلونه کوي، د مسلمانانو ذهنونه د ځان لپاره تسخیروي او په فکري لحاظ یې په ځان پورې تړي، چې همدا تجربه په تکراري ډول په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې رامنځته شوې ده.

• ​د امریکا د اشغال په مقابل کې مولوي عبدالهادي مجاهد ته الله تعالی د قلم د پورته کولو تر څنګ د غږ د پورته کولو توفیق هم ور په برخه کړ.

چې په دې ډګر کې یې په بېلابېلو وختونو کې د هېواد له مجاهدینو، لوستو خلکو، او د فکر او فرهنګ له خاوندانو سره چې په هغو کې د پوهنتونونو، مدارسو، مکاتبو استادان او محصلین هم شامل وو د فکري پوهاوي په زرګونو درسونه او مجالس لرلې.

• ​د فکري پوهاوي په سلسله کې یې پر بېلابېلو هغو علمي او فکري موضوعاتو چې په موجود وضعیت او جهادي جریان پورې یې اړه درلوده او پر هغو پوهېدل او پوهول د معاصرې اسلامي مبارزې له ضرورتونو ګڼل کېدل یوه سلسله درسونه درلودلي چې له نېکه مرغه د هغو درسونو یوه برخه یې چې تر پنځو سوو درسونو رسېږي د ځینو مخلصو دوستانو او شاګردانو په همت په صوتي شکل ثبت شوي او خپاره شوي هم دي چې لاندې عنوانونه یې ځینې مهم موضوعات تشکیلوي:

​۱- د قرآن کریم د ځینو سورتونو تفسیر.

۲- استشراق او پر اسلامي نړۍ د هغه فکري تأثیرات.

۳- استعمار، د استعمار تاریخ، استعمارې دولتونه، استعمار شوي دولتونه، د مستعمرینو ځایي ملګري او ځایناستي او د مسلمانانو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو د استعمار تأثیرات.

۴- ویسټرنایزېشن (د اسلامي نړۍ غربي کول).

۵- په اسلامي نړۍ کې د (شریعت) پر ځای د (وضعي قوانینو) د رائجولو اوږد او پراخ جریان.

۶- ډیموکراسي.

۷- سیکولرېزم (د دین او دولت بېلول).

۸- نشنلېزم.

۹- تنصیر (د غرب له لوري د انسانانو د نصراني کولو نړیوال حرکت).

​۱۰- صلیبي جګړې.

۱۱- د اسلامي امت د ذلت اسباب او عوامل.

۱۲- د اسلامي نړۍ معاصره پېژندګلوي.

۱۳- فکري استعمار.

۱۴- فکري جګړه او د هغې ډولونه.

۱۵- پر اسلامي نړۍ د غربي ډوله تعلیم اغېزې.

۱۶- د اسلامي تعلیم او تربیې اهمیت او ورپې موجود مشکلات.

۱۷- د افغانستان د اشغالولو تر شا د امریکا سیاسي، اقتصادي، پوځي او فکري اهداف.

۱۸- د مجاهدینو لپاره د نړۍ او نړیوالو د پېژندلو ضرورت.

۱۹- د مجاهدینو دیني، پوځي او ټولنیز مسوولیتونه.

۲۰- د زاړه او معاصر جاهلیت پېژندل.

۲۱- د اسلامي دعوت اهمیت او ضرورت.

۲۲- قرآن ښوونه.

۲۳- په افغانستان کې سیاسي او فکري جریانونه (اسلامپالي، کمونستان او غرب پلوي).

۲۴- د غرب له نظره منځلاري اسلام او منځلاري مسلمانان.

۲۵- غرب ولې او څنګه د مسلمانانو ځوانان بې لارې کوي؟

۲۶- په اسلامي عقیده کې د حاکمیت تصور.

۲۷- په افغانستان کې امریکايي اشغال او د قوانینو بدلول.

۲۸- د امریکايي اشغال د وخت پر اساسي قانون د شرعي تبصرې تفصیلي درسونه.

۲۹- په افغانستان کې د امریکا د جګړې بېلابېل اړخونه.

۳۰- د (معالم في الطريق) درسونه.

​۳۱- د اسلامي فکر مشخصات.

۳۲- د جهادي اعلام (میډیا) اهمیت، تأثیر او وظایف.

۳۳- جهاد.

۳۴- د ولاء او براء عقیده.

۳۵- د معاصر کفر د ډولونو د پېژندلو د درسونو لړۍ.

۳۶- کافران څنګه مسلمانان د قوت له عواملو محروموي؟

۳۷- ویژگی های افغان ها و افغانستان در جهاد.

۳۸- ولې جهاد کوو؟ څنګه جهاد وکړو؟ د چا په خلاف جهاد وکړو؟ (د درسونو سلسله).

۳۹- غرب څنګه ځینې اسلامي جهتونه د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي؟

۴۰- اسلامپالو مبارزینو ته د مبارزې د اصولو او اهدافو په اړه لارښوونې او سپارښتنې.

۴۱- په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د نصرانیت د خپرولو فعالیتونه.

۴۲- په هره زمانه کې د علماوو مسوولیتونه.

۴۳- د پوځي او نرم قوت د ترلاسه کولو ضرورت.

۴۴- تر فتحې وروسته فکري، علمي او فرهنګي لومړیتوبونه.

۴۵- د اسلامي امارت د په رسمیت نه پېژندلو تر شا د غرب او کفري نړۍ اهداف.

۴۶- د اسلامي فعالیت مهم ډګرونه.

۴۷- د اشغال د فکري او فرهنګي تأثیراتو د له منځه وړلو لارې چارې.

۴۸- د دعوت او اسلامي ژورنالیزم په ډګرونو کې د پراخ فعالیت ضرورت.

۴۹- د غرب دیني او فکري تاریخ ته کتنه.

۵۰- د اولادونو اسلامي او فکري روزنه.

۵۱- د اسلامي ادب او ترنم د انکشاف ضرورت.

​۵۲- د غرب پلوو له لیدلوري د فکري آزادۍ ماهیت.

۵۳- د غرب پلوو له لیدلوري د بشر د حقوقو حقیقت.

او په لسګونو نور مهم موضوعات.

​مولوي عبدالهادي مجاهد په افغانستان، سیمه او اسلامي نړۍ کې د اسلامي نهضتونو او حرکتونو او د هغو د تکاملي او تنزلي سیر په اړه پراخه مطالعه کړې او د هغو د عروج او انحطاط اسباب او عوامل یې څېړلي دي.

​مولوي عبدالهادي د اتو اولادونو پلار دی چې درې یې زامن دي. دوه زامن یې له دیني مدرسې فارغان شوي مولویان دي، او درېیم یې لا تر اوسه په مدرسه کې درس وايي.

​مولوي عبدالهادي مجاهد د اسلامي نړۍ د مشهورو علماوو، ادیبانو او لیکوالو آثار لوستي، لولي یې او په خپلو ویناوو او لیکنو کې ترې استفاده کوي.

​مولوي عبدالهادي مجاهد په خپل علمي ژوند کې تر ټولو مهمه مرحله هغه مرحله ګڼي چې شپږ کاله د داسې یوې علمي کتابخانې کتابدار و چې تر پنځو زرو زیات د اسلامي علومو کتابونه ورکې ایښي وو او ده یې د ژمي په اوږدو شپو او د دوبي په اوږدو ورځو کې د یوې لویې برخې کتابونو پاڼې اړولې او د هغو تلخیصات به یې ذهن ته سپارل او یا به یې له ځان سره خوندي کول.

​مولوي عبدالهادي مجاهدي د اسلامي فکر او اسلامي تمدن تر څنګ د غربي افکارو، ادیانو، فکري مذاهبو او نظریاتو په اړه هم مطالعه لري او په دې یې سر خلاص کړی چې غربیان ولې او څنګه له تحریف شوو اسماني دینونو څخه مادي او الحادي فکري مذاهبو او فلسفو ته ور واوښتل، او څنګه یې اسلامي نړۍ ته مادي او الحادي افکار راصادر کړل.

​د مولوي عبدالهادي مجاهد د فکري او علمي فعالیتونو د تمرکز نقطه دا ده چې څنګه د افغانانو نوي نسل ته د اسلام خپل فکري، معنوي او اخلاقي ارزښتونه ور تلقین کړي، څنګه یې د اسلام د دښمنانو له توطیو باخبره وساتي ترڅو په هغوی پسې روان نشي، او څنګه یې په ځان کې د داسې وړتیاوو ایجادولو ته وهڅوي چې د هغو په لرلو د خپل اسلامي نظام د تقویې، تداوم او انکشاف فرصتونه رامنځته کړي.

​رب تعالی دې یې له ابتلاءاتو او فتنو وساتي، او الله تعالی دې یې د خپل دین په خدمت کې استعمال کړي.

مراجعة كتاب "مدرسه او مبارزه"

اقتباسات كتاب "مدرسه او مبارزه"

كتب أخرى مثل "مدرسه او مبارزه"

كتب أخرى لـ "مولوي عبدالهادي (مجاهد) چې اصل نوم یې مولوي عبدالمتین (ابراهیم خېل) دی د ملا الف خان زوی د محمد یوسف لمسی د لغمان د ولایت د قرغیو د ولسوالۍ د حسن خېلو د کلي اوسېدونکی دی."

إخفاء الملكية الفكرية محفوظة لمؤلف الكتاب المذكور
فى حالة وجود مشكلة بالكتاب الرجاء الإبلاغ من خلال أحد الروابط التالية:
بلّغ عن الكتاب أو من خلال التواصل معنا

الكتب الإلكترونية هي مكملة وداعمة للكتب الورقية ولا تلغيه أبداً بضغطة زر يصل الكتاب الإلكتروني لأي شخص بأي مكان بالعالم.
قد يضعف نظرك بسبب توهج الشاشة، أدعم ناشر الكتاب بشراءك لكتابه الورقي الأصلي إذا تمكنت من الوصول له والحصول عليه فلا تتردد بشراءه.
أنشر كتابك الآن مجانا