English  

تحميل كتاب فكري بوهنه Pdf

فکري پوهنه
Qr Code فکري پوهنه

فکري پوهنه

مؤلف:
قسم: الفكر الاسلامي [تعديل]
اللغة: الفارسية
الصفحات: 314
حجم الملف: 3.09 ميجا بايت
نوع الملف: PDF
تاريخ الإنشاء: 03 أكتوبر 2010
ترتيب الشهرة: 911,228 رقم 1 هو الأشهر !
رابط مختصر: نسخ
المزيد من الكتب مثل هذا الكتاب
مراجعات ( 0 )
اقتباسات ( 0 )
قراءة وتحميل ( )

التعليم و الكتابة

الناشر وليس المؤلف كتاب فکري پوهنه .
محمد فاروق الأفغاني، طالب العلم في جامعة بروان الجهادية، و كاتب المقالات و الرسائل العلمية و الدينية في مجال تطور و تقدم المناهج الدارسية لمدارس أفغانستان الدينية.

وصف الكتاب

د کتاب نوم: فکري پوهنه

د لیکوال نوم: مولوي عبدالهادي مجاهد

فکري پوهنه د مولوي عبدالهادي مجاهد (حفظه الله) له مهمو فکري او دعوتي آثارو څخه شمېرل کېږي، چې د معاصرې نړۍ د فکري، فرهنګي او سیاسي بدلونونو په رڼا کې د اسلامي امت پر وړاندې د فکري ننګونو او نظریاتي جریانونو څېړنه کوي.
دا کتاب په حقیقت کې د پنځو مهمو مقالو مجموعه ده چې هره یوه یې د مسلمانانو د فکري ژوند له یوه حساس اړخ سره تړاو لري.

د کتاب اساسي موضوعات عبارت دي له:
• فکري جګړه
• پردي معیارونه
• امریکایي اسلام
• ډیموکراسي کفر ده؛ که اسلام
• د کابل مسیحي پوهنتون

که څه هم یادې مقالې د موضوع له پلوه جلا جلا بحثونه رانغاړي، خو ټولې د یوه ګډ هدف تشریح کوي؛ هغه دا چې د اسلام مخالف لور نه  یوازې په نظامي ډګر کې، بلکې د فکر، عقیدې، اخلاقو، تعلیم، فرهنګ او ټولنیز ژوند په ډګرونو کې هم پراخه فکري مبارزه پر مخ وړي.

لیکوال د کتاب په سریزه کې څرګندوي چې زموږ په ټولنه کې د فکري جګړې په اړه روښانه تصور او منظم منهج کم لیدل کېږي، حال دا چې د معاصرې نړۍ ډېری سیاسي او فرهنګي بدلونونه له فکري اغېزو سرچینه اخلي. له همدې امله لیکوال هڅه کړې چې د خپلې زیاتې مطالعې، تدریس، دعوتي فعالیتونو او تجربو پر بنسټ دا موضوعات په یوه منظم چوکاټ کې اسلامي ټولنې او مسلمانانو ته وړاندې کړي.

د کتاب لومړۍ برخه د «فکري جګړې» مفهوم، تاریخ، وسایل، اهداف او د هغې د مقابلې لارې چارې څېړي.
لیکوال د رسنیو، تعلیمي بنسټونو، فرهنګي پروګرامونو او نورو ټولنیزو وسیلو رول د فکري نفوذ په برخه کې ارزوي او د مسلمانانو د فکري مقاومت پر اړتیا ټینګار کوي.

په «پردي معیارونه» نومې برخه کې د مسلمانانو د سیاسي، تعلیمي، حقوقي او فرهنګي نظامونو د معیارونو په اړه بحث شوی او د اسلامي او غربي معیارونو ترمنځ پرتله وړاندې شوې ده.

«ډیموکراسي کفر ده؛ که اسلام؟» د مقاله له تر ټولو مفصلو بحثونو څخه ده، چې پکې د ډیموکراسۍ تعریف، بنسټونه، اصول، پارلمان، انتخابات او د اسلامي سیاسي نظام سره یې د اړیکو په اړه یې راټول کړي دي.

د «امریکایي اسلام» تر عنوان لاندې برخه کې هغه فکري او سیاسي تفسیرونه څېړل شوي چې د اسلام د مفاهیمو د بدلولو یا نوې تعبیر وړاندې کولو هڅه کوي.

وروستۍ برخه «د کابل مسیحي پوهنتون» د امریکایي پوهنتونونو د تاریخي شالید، موخو او په اسلامي هېوادونو کې د هغوی د فعالیتونو په اړه تحلیل وړاندې شوی.

دا کتاب په ځانګړي ډول د دیني مدرسو استادانو، د پوهنتون محصلینو، د مکاتبو ښوونکو، خطیبانو، د فکري مطالعاتو مینه‌والو او هغو لوستونکو لپاره ګټور دی چې غواړي د معاصرو فکري جریانونو، نظریاتي بحثونو او اسلامي فکري لیدلوري په اړه معلومات ترلاسه کړي.

فکري پوهنه یوازې یو معلوماتي اثر نه دی، بلکې د فکري ويښتابه، نظریاتي پوهاوي او د معاصرو فکري ننګونو د پېژندنې لپاره یوه بلنه هم ده.
له همدې امله د اسلامي فکر او معاصر فکري بحثونو له مینه‌والو سره د دې کتاب مطالعه مرسته کولای شي چې د کتاب د مطرح شوو موضوعاتو او استدلالونو سره له نږدې اشنا شي.
__________

مولوي عبدالهادي مجاهد څوک دی؟

• ​مولوي عبدالهادي (مجاهد) چې اصل نوم یې مولوي عبدالمتین (ابراهیم خېل) دی د ملا الف خان زوی د محمد یوسف لمسی د لغمان د ولایت د قرغیو د ولسوالۍ د حسن خېلو د کلي اوسېدونکی دی. په ۱۳۴۹ هجري شمسي کال کې زېږېدلی. قرآن کریم، پنج کتاب، دیوان حافظ، د سعدي ګلستان، خلاصه، مفید الطالبین، قدوري، نور الایضاح او کنز الدقائق یې مدرسې ته تر تللو مخکې د کلي په مسجد کې له خپل پلار او نورو استادانو ویلي دي.

• ​د مکتب ابتدایه مرحله یې د کابل د چهاردهي د چهارقلعه، د لغمان د منډرور او د هجرت په دیار کې د کوګا د کمپ د مهاجرینو په مکتبونو کې لوستې ده.

• ​تر شپږم صنف وروسته یې له مکتب څخه د مدرسې لار نیولې او د هجرت په دیار کې یې د بټه بګۍ د عبدالله بن عباس په مدرسه، د چارسدې د ترنګزو په جامعه محمودیه، د چارسدې تحصیل دارالعلوم اسلامیه، د امام ابو حنیفه عالی انسټیټیوټ او د مهاجرینو په نورو مدارسو کې درس ویلی او په پای کې په ۱۴۱۹ هجري قمرې کال کې د پېښور د صدر له جامعه امداد العلوم څخه فارغ شوی دی.

• ​د قرآن کریم ترجمه یې د چارسدې د ترنګزو په کلي کې د شیخ ادریس صاحب له نیکه مرحوم مولانا شهزاده صاحب، مرحوم مولوي محمود شاه صاحب، مرحوم مولوي غلام الرحمن صاحب سره کړې ده.

• ​د امام ابو حنیفه د معلم روزنې په عالي انسټیټیوټ، د کندهار په جهادي مدرسه، د اکوړي په جامعه قاسمیه او ځینې نورو مدرسو کې یې تدریس کړی.

• ​د اته لس کلنۍ په عمر د روسانو د اشغال له وخته تر اوسه الله تعالی په جهادي صف کې د پاتې کېدلو سعادت ورپه برخه کړی، او د امریکايي اشغال په وخت کې د مجاهدینو د معسکراتو د فکري او شرعي دورو استاد پاتې شوی.

• ​د دعوت، تدریس او جهاد تر څنګ شل کاله د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون غړی او د امارت د عربي نشراتو مُعرِّب او د الإمارة او الصمود عربي مجلو مؤسس او همدارنګه د عزم، استقامت، څرک، شهامت او مورچل مجلو لیکوال پاتې شوی دی.

• ​د اسلامي امارت تر بیا قیام وروسته د افغانستان د عدلي طب رئیس پاتې شوی.

• ​په پنځو ژبو پښتو، دري، اردو، عربي او انګلیسي خبرې کوي.

• ​د شپونکي په نامه یې جهادي ادب او شعر ته کار کړی او په همدې نامه یې شعرونه او ترانې لیکلي چې ځینې مشهورې ترانې ویونکو ویلي دي.

​[د ده آثار او کتابونه:]

• ​د فکري پوهنې

• ​د یرغل په وړاندې

• ​دانستنیهای از فکر اسلامی

• ​مدرسه او مبارزه

• ​الاحتلال الأمريكي و حقيقة الصراع في أفغانستان

• ​د معاصرې اسلامي مبارزې فکري ادبیات

• ​او د جهادي فکر په نامه یې کتابونه یې لیکلي چې لومړني څلور یې چاپ شوي او نور یې ناچاپه دي.

• ​له تېرو څلور دېرش کالونو راهیسې د اسلامي علومو، اسلامي تاریخ، عربي ژبې، او د غرب او اسلام تر منځ د فکري کشمکش او فکري جګړې د مضامینو په تدریس بوخت دی. د مسلمانانو د عروج او انحطاط د اسبابو او عواملو د پېژندلو او له انحطاطه د بېرته راپورته کېدلو مضمون یې تر ټولو خوښ مضمون دی، او له کلونو راهیسې پر همدې موضوع لیکنې او ویناوې کوي.

• ​د اسلام د هر اړخیزې مطالعې په رڼا کې کمونیزم، لیبرالیزم، سیکولرزم، هیومانیزم، رشنلزم، نشنلزم، ډیموکراسي، ګلوبلایزیشن او دېته ورته نورې فلسفې او نظریات ورته د معاصر جاهلیت فکري مکتبونه ښکاري. په اسلامي نړۍ کې د دغو نظریاتو پیروان او د هغو ملاتړي ادیبان او لیکوالان ورته د غرب د ملحدو او بې مهاره مفکرینو او لیکوالو ترجمانان ښکاري.

• ​مولوي عبدالهادي مجاهد د تېرو دوو پېړیو د تاریخ او تجربو په پام کې نیولو سره په دې باور دی چې استعماري او یرغلګر هېوادونه هر وخت تر خپل پوځي یرغل د مخه پر مسلمانو هېوادونو د خپلو همفکره مفکرینو، لیکوالو، ادیبانو، مطبوعاتیانو او د تعلیم د ماهرینو له لارې فکري او فرهنګي یرغلونه کوي، د مسلمانانو ذهنونه د ځان لپاره تسخیروي او په فکري لحاظ یې په ځان پورې تړي، چې همدا تجربه په تکراري ډول په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې رامنځته شوې ده.

• ​د امریکا د اشغال په مقابل کې مولوي عبدالهادي مجاهد ته الله تعالی د قلم د پورته کولو تر څنګ د غږ د پورته کولو توفیق هم ور په برخه کړ.

چې په دې ډګر کې یې په بېلابېلو وختونو کې د هېواد له مجاهدینو، لوستو خلکو، او د فکر او فرهنګ له خاوندانو سره چې په هغو کې د پوهنتونونو، مدارسو، مکاتبو استادان او محصلین هم شامل وو د فکري پوهاوي په زرګونو درسونه او مجالس لرلې.

• ​د فکري پوهاوي په سلسله کې یې پر بېلابېلو هغو علمي او فکري موضوعاتو چې په موجود وضعیت او جهادي جریان پورې یې اړه درلوده او پر هغو پوهېدل او پوهول د معاصرې اسلامي مبارزې له ضرورتونو ګڼل کېدل یوه سلسله درسونه درلودلي چې له نېکه مرغه د هغو درسونو یوه برخه یې چې تر پنځو سوو درسونو رسېږي د ځینو مخلصو دوستانو او شاګردانو په همت په صوتي شکل ثبت شوي او خپاره شوي هم دي چې لاندې عنوانونه یې ځینې مهم موضوعات تشکیلوي:

​۱- د قرآن کریم د ځینو سورتونو تفسیر.

۲- استشراق او پر اسلامي نړۍ د هغه فکري تأثیرات.

۳- استعمار، د استعمار تاریخ، استعمارې دولتونه، استعمار شوي دولتونه، د مستعمرینو ځایي ملګري او ځایناستي او د مسلمانانو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو د استعمار تأثیرات.

۴- ویسټرنایزېشن (د اسلامي نړۍ غربي کول).

۵- په اسلامي نړۍ کې د (شریعت) پر ځای د (وضعي قوانینو) د رائجولو اوږد او پراخ جریان.

۶- ډیموکراسي.

۷- سیکولرېزم (د دین او دولت بېلول).

۸- نشنلېزم.

۹- تنصیر (د غرب له لوري د انسانانو د نصراني کولو نړیوال حرکت).

​۱۰- صلیبي جګړې.

۱۱- د اسلامي امت د ذلت اسباب او عوامل.

۱۲- د اسلامي نړۍ معاصره پېژندګلوي.

۱۳- فکري استعمار.

۱۴- فکري جګړه او د هغې ډولونه.

۱۵- پر اسلامي نړۍ د غربي ډوله تعلیم اغېزې.

۱۶- د اسلامي تعلیم او تربیې اهمیت او ورپې موجود مشکلات.

۱۷- د افغانستان د اشغالولو تر شا د امریکا سیاسي، اقتصادي، پوځي او فکري اهداف.

۱۸- د مجاهدینو لپاره د نړۍ او نړیوالو د پېژندلو ضرورت.

۱۹- د مجاهدینو دیني، پوځي او ټولنیز مسوولیتونه.

۲۰- د زاړه او معاصر جاهلیت پېژندل.

۲۱- د اسلامي دعوت اهمیت او ضرورت.

۲۲- قرآن ښوونه.

۲۳- په افغانستان کې سیاسي او فکري جریانونه (اسلامپالي، کمونستان او غرب پلوي).

۲۴- د غرب له نظره منځلاري اسلام او منځلاري مسلمانان.

۲۵- غرب ولې او څنګه د مسلمانانو ځوانان بې لارې کوي؟

۲۶- په اسلامي عقیده کې د حاکمیت تصور.

۲۷- په افغانستان کې امریکايي اشغال او د قوانینو بدلول.

۲۸- د امریکايي اشغال د وخت پر اساسي قانون د شرعي تبصرې تفصیلي درسونه.

۲۹- په افغانستان کې د امریکا د جګړې بېلابېل اړخونه.

۳۰- د (معالم في الطريق) درسونه.

​۳۱- د اسلامي فکر مشخصات.

۳۲- د جهادي اعلام (میډیا) اهمیت، تأثیر او وظایف.

۳۳- جهاد.

۳۴- د ولاء او براء عقیده.

۳۵- د معاصر کفر د ډولونو د پېژندلو د درسونو لړۍ.

۳۶- کافران څنګه مسلمانان د قوت له عواملو محروموي؟

۳۷- ویژگی های افغان ها و افغانستان در جهاد.

۳۸- ولې جهاد کوو؟ څنګه جهاد وکړو؟ د چا په خلاف جهاد وکړو؟ (د درسونو سلسله).

۳۹- غرب څنګه ځینې اسلامي جهتونه د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي؟

۴۰- اسلامپالو مبارزینو ته د مبارزې د اصولو او اهدافو په اړه لارښوونې او سپارښتنې.

۴۱- په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د نصرانیت د خپرولو فعالیتونه.

۴۲- په هره زمانه کې د علماوو مسوولیتونه.

۴۳- د پوځي او نرم قوت د ترلاسه کولو ضرورت.

۴۴- تر فتحې وروسته فکري، علمي او فرهنګي لومړیتوبونه.

۴۵- د اسلامي امارت د په رسمیت نه پېژندلو تر شا د غرب او کفري نړۍ اهداف.

۴۶- د اسلامي فعالیت مهم ډګرونه.

۴۷- د اشغال د فکري او فرهنګي تأثیراتو د له منځه وړلو لارې چارې.

۴۸- د دعوت او اسلامي ژورنالیزم په ډګرونو کې د پراخ فعالیت ضرورت.

۴۹- د غرب دیني او فکري تاریخ ته کتنه.

۵۰- د اولادونو اسلامي او فکري روزنه.

۵۱- د اسلامي ادب او ترنم د انکشاف ضرورت.

​۵۲- د غرب پلوو له لیدلوري د فکري آزادۍ ماهیت.

۵۳- د غرب پلوو له لیدلوري د بشر د حقوقو حقیقت.

او په لسګونو نور مهم موضوعات.

​مولوي عبدالهادي مجاهد په افغانستان، سیمه او اسلامي نړۍ کې د اسلامي نهضتونو او حرکتونو او د هغو د تکاملي او تنزلي سیر په اړه پراخه مطالعه کړې او د هغو د عروج او انحطاط اسباب او عوامل یې څېړلي دي.

​مولوي عبدالهادي د اتو اولادونو پلار دی چې درې یې زامن دي. دوه زامن یې له دیني مدرسې فارغان شوي مولویان دي، او درېیم یې لا تر اوسه په مدرسه کې درس وايي.

​مولوي عبدالهادي مجاهد د اسلامي نړۍ د مشهورو علماوو، ادیبانو او لیکوالو آثار لوستي، لولي یې او په خپلو ویناوو او لیکنو کې ترې استفاده کوي.

​مولوي عبدالهادي مجاهد په خپل علمي ژوند کې تر ټولو مهمه مرحله هغه مرحله ګڼي چې شپږ کاله د داسې یوې علمي کتابخانې کتابدار و چې تر پنځو زرو زیات د اسلامي علومو کتابونه ورکې ایښي وو او ده یې د ژمي په اوږدو شپو او د دوبي په اوږدو ورځو کې د یوې لویې برخې کتابونو پاڼې اړولې او د هغو تلخیصات به یې ذهن ته سپارل او یا به یې له ځان سره خوندي کول.

​مولوي عبدالهادي مجاهدي د اسلامي فکر او اسلامي تمدن تر څنګ د غربي افکارو، ادیانو، فکري مذاهبو او نظریاتو په اړه هم مطالعه لري او په دې یې سر خلاص کړی چې غربیان ولې او څنګه له تحریف شوو اسماني دینونو څخه مادي او الحادي فکري مذاهبو او فلسفو ته ور واوښتل، او څنګه یې اسلامي نړۍ ته مادي او الحادي افکار راصادر کړل.

​د مولوي عبدالهادي مجاهد د فکري او علمي فعالیتونو د تمرکز نقطه دا ده چې څنګه د افغانانو نوي نسل ته د اسلام خپل فکري، معنوي او اخلاقي ارزښتونه ور تلقین کړي، څنګه یې د اسلام د دښمنانو له توطیو باخبره وساتي ترڅو په هغوی پسې روان نشي، او څنګه یې په ځان کې د داسې وړتیاوو ایجادولو ته وهڅوي چې د هغو په لرلو د خپل اسلامي نظام د تقویې، تداوم او انکشاف فرصتونه رامنځته کړي.

​رب تعالی دې یې له ابتلاءاتو او فتنو وساتي، او الله تعالی دې یې د خپل دین په خدمت کې استعمال کړي.

مراجعة كتاب "فکري پوهنه"

اقتباسات كتاب "فکري پوهنه"

كتب أخرى مثل "فکري پوهنه"

كتب أخرى لـ "مولوي عبدالهادي (مجاهد) چې اصل نوم یې مولوي عبدالمتین (ابراهیم خېل) دی د ملا الف خان زوی د محمد یوسف لمسی د لغمان د ولایت د قرغیو د ولسوالۍ د حسن خېلو د کلي اوسېدونکی دی."

إخفاء الملكية الفكرية محفوظة لمؤلف الكتاب المذكور
فى حالة وجود مشكلة بالكتاب الرجاء الإبلاغ من خلال أحد الروابط التالية:
بلّغ عن الكتاب أو من خلال التواصل معنا

الكتب الإلكترونية هي مكملة وداعمة للكتب الورقية ولا تلغيه أبداً بضغطة زر يصل الكتاب الإلكتروني لأي شخص بأي مكان بالعالم.
قد يضعف نظرك بسبب توهج الشاشة، أدعم ناشر الكتاب بشراءك لكتابه الورقي الأصلي إذا تمكنت من الوصول له والحصول عليه فلا تتردد بشراءه.
أنشر كتابك الآن مجانا