اذا لم تجد ما تبحث عنه يمكنك استخدام كلمات أكثر دقة.
تراوسه مې دهرې ورځې معلومات علیحیده ترتیب کړي وه چی ټولې۴۷۰ ورځی شوی او په هره برخه کې دفلسطین په اړه معلومات په کې راوړل شوي وه چې دځینو دوستانو دمشورې په اساس مو د غه معلومات راټول کړ او یو ځای موکړل او دکتاب شکل مو ورکړ او د فلسطین په اړه نور مهم او اړین معلومات مې هم پدې کتاب کې خپلو هیوادوالوته وړاندې کړل ترڅو دفلسطین مسئله یې څه ناڅه په ذهن کې پاته وي اوددې مظلوم ملت آه او افسوس یې هیر نشي . الحمد الله چې ظاهراَ د غزې د نسل وژنې جګړه پای ته ورسیده او او ربند وشو ، او نو ر هم الله جل جلاله مهربانه دي او دامو دعاده چې دا مؤقت اوربند په دائمي اوربند بدل او د غزیانو دغه غمونه په خوشحالۍ بدل شي او دخپل وطن آبادي او سوکالي پخپلو سترګو وویني .الحمد لله الذی تتم بنعمته الصالحات .