اذا لم تجد ما تبحث عنه يمكنك استخدام كلمات أكثر دقة.
داچې د قرآن کریم د حفظ کولو لپاره دا اړین دي چې مخکې باید یو څه د قرآن کریم فضیلت ، د هغه د تلاوت کوونکو فضیلت ، دحافظانو د والدینو فضیلت ، دحافظانو ددنیا او آځرت سرلوړې ، او همدارنګه د ځینو سورتو فضیلت او بیا دقرآن کریم دیادونې او حفظ کولو ځینې مهمې قاعدې مې ذکر کړې دي نو ای مسلمانه وروره : پدې کی شک نشته چه ته د قرآن کریم دیا دونی او د هغه د ښودنی پر فضیلت او بهتری پوه يۍ ، رسول کریم صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي : عن عثمان رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ» .یعني : بهترین ستاسو څخه هغه څوک دۍ چې قرآن کریم زده کړي او بل ته یې وښایي .