English  

كتب دا قصي طوفان د 470 ورځو مهمې بيښې

اذا لم تجد ما تبحث عنه يمكنك استخدام كلمات أكثر دقة.

عرض المزيد

دا قصی طوفان د 470 ورځو مهمې پیښې (كتاب)


داقصی توپان دپیل څخه تراوسه چې کوم ظلمونه په دغه مظلوم او بی ګناه مسلمان ملت ترسره کیږي هیڅ مسلمان یې دلیدلو یا اوریدلو توان نلري حتی که صرف انسان هم وي پدې وروستیو کې چې کومو اروپایې هیوادونو دفلسطین هیواد په مستقل ډول په رسمیت وپیژانده داد انسانیت تقاضا وه خو افسوس ډیر افسوس تش په نوم مسلمانانو په ځانګړي ډول د اسلامي هیوادونو مشران چې دالله جل جلاله په وړاندې به څه څواب وایي ؟؟؟؟؟، مطلب داچې د ظلمونو کیسې مو اوریدلې وې خو لیدلې مو نه وي ، ولی اوس مو دسر په سترګو ولیدل ، پدي مهم او خطرناک پړاو کې عامو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د اسلامي هیوادونو مشرانوته کوم باید کوم لقب ورکړل شي؟ مسلمانان یا ؟؟؟ موږ ته ددې څخه پرته چې په لپو لپو اوښکو وژاړو او دالله پاک څخه ورته نصرت وغواړو دعا ورته وکړو بله لار نلرو ، تراوسه می دهری ورځی معلومات ترتیب کړی اودغه برخه ۷۰ ورځی دی اود فلسظین په اړه نور مهم او اړین معلومات می د یو کتاب په ډول خپلو هیوادوالوته وړاندې کړی ترڅو دفلسطین مسئله یې څه ناڅه په ذهن کې وي اوددې مظلوم ملت آه او افسوس یې هیر نشي . الحمد الله چې ظاهراَ د غزې د نسل وژنې جګړه پای ته ورسیده او او ربند وشو چی نن یې دوهمه ورځ ده او نو ر هم الله جل جلاله مهربانه دي او دامو دعاده چې دا مؤقت اوربند به په دائمي اوربند بدل او د غزیانو دغه غمونه به په خوشحالۍ بدل شي او دخپل وطن آبادي او سوکالي به پخپلو سترګو وویني .الحمد لله الذی تتم بنعمته الصالحات .