English  

تحميل كتاب د حقوقو مبادي Pdf

الناشر بالمكتبة هو المؤلف

معاينة الكتاب أو تحميله للإستخدام الشخصي فقط وأي صلاحيات أخرى يجب أخذ إذن من المؤلف ناشر الكتاب

الناشر بالمكتبة هو المؤلف
د حقوقو مبادي
Qr Code د حقوقو مبادي

د حقوقو مبادي

  ( 1 تقييمات )
مؤلف:
قسم: التشريعات القانونية [تعديل]
اللغة: الفارسية
الصفحات: 124
حجم الملف: 2.03 ميجا بايت
نوع الملف: PDF
تاريخ الإنشاء: 09 مارس 2024
ترتيب الشهرة: 357,363 رقم 1 هو الأشهر !
رابط مختصر: نسخ
المزيد من الكتب مثل هذا الكتاب
مراجعات ( 0 )
اقتباسات ( 0 )
قراءة وتحميل ( )

مدرس

الناشر والمؤلف كتاب د حقوقو مبادي .
شير علي ظريفي من ولاية بكتيا - افغانستان، دكتور في فلسفة الشريعة والقانون من الجامعة الإسلامية العالمية - إسلام اباد - باكستان، وحاليا رئيس جامعة الدعوة في كابول - افغانستان.

وصف الكتاب

انسان يو مکرم او معزز موجود دی، ځکه دنيا او ټول هغه څه چې په دنيا کې دي، د هغه د گټې لپاره پيدا شوي دي، همدارنگه طبيعي او ټولنيز علوم، ژبې او داسې نور هغه وخت ارزښتناک بلل کېږي، چې د انسان د گټې لپاره کار ترې واخيستل شي، نو په حقيقت کې دا ټول علوم د انسان خادم ګڼل کیږي.
د حقوقو د علم موضوع بشري کړنې او ويناوې دي، دغه علم د انسانانو تر منځ اړيکې تنظيموي، د بشر د کړنو، روا او ناروا بيانوي او د انسانانو په کړو وړو رامنځ ته شوي اغیزونه څرگندوي. (لکه: رشوت اخیستل ناروا دي، او چې چا واخیست، اغیز ېې دا دی چې بندي کیږي) په بل عبارت د حقوقو علم پر بشري ټولنه له مسلطو اصولو څخه بحث کوي، له دې امله د حقوقو علم پر انسان حاکم بلل کېږي.
زموږ په گران هېواد افغانستان کې حقوق له اسلامي شريعت څخه اخيستل شوي دي، ځکه د افغانستان ټول قوانين د اساسي قانون د دريمې مادې) ( پر بنسټ له اسلامي شريعت څخه پيروي کوي، نو له دې امله د دغه علم زده کړه په داسې حال کې چې په ډېرو موضوعاتو کې يې د اسلامي شريعت مواقف څرگند شوي، په حقيقت کې د ډېر خير زده کول دي.
څرنگه چې زه له لسو کلونو څخه له ډېر وخت راپدې خوا د نورو بوختياوو تر څنگ د حقوقو د مبادي د مضمون تدريس پر غاړه لرم، تل مې دا اړتيا احساسوله، تر څو زموږ په ملي ژبو داسې يو لنډ او جامع کتاب، چې د تدريسي کتابونو له وړتيا څخه برخمن وي، تاليف شي. دا ليکنه چې ستاسو په لاس کې ده، لومړی د ناچاپ چپتر په شکل ما او همدارنگه نورو استادانو په مختلفو پوهنتونونو کې ډېر کلونه تدريس کړې او تل مو په هغې کې نوي اضافات او تنظيمات وارد کړي دي، چې په پایله کې یو متواضع کتاب ورڅخه جوړ شو، او په پښتو او دري ژبه، ډیر ځله د بيلا بيلو ناشرانو له لورې چاپ شو.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت، په خپل ښوونيز نصاب کې، د ديني مدارسو د څوارلسمو ټولګيو لپاره په دوو سمسترونو کې د حقوقو د مبادی مضمون ځای پر ځای کړ، او ما ته په دې هکله د کتاب د ترتیب دنده راکړل شوه، ما هم په نوموړي کتاب کې څه زياتوالی او سمونونه راوړل، تر څو د تاليف طريقه يې د نصاب د مطلوبې طريقي سره برابره شي، چې دا دی اوس يي د پوهانو او د حقوقو د علم د محصلینو په خدمت کې په خورا تواضع وړاندې کوم.
د دې ليکنې تر ټولو غوره ځانگړتيا ـ چې د حقوقو په مبادي کې له موجودو ليکنو څخه امتياز ورکوي – دا ده، چې محصل د افغانستان له قانوني نظام سره تر ډېره بريده آشنا کوي، ځکه ما ډېر مثالونه او توضيحات د افغانستان له قانون څخه ورکړي دي.
له الله تعالی څخه هيله لرم، چې گران محصلين په لږ وخت کې له دې ليکنې څخه ډېره علمي گټه تر لاسه کړي.

مراجعة كتاب "د حقوقو مبادي"

اقتباسات كتاب "د حقوقو مبادي"

كتب أخرى مثل "د حقوقو مبادي"

كتب أخرى لـ "الدكتور شير علي ظريفي"

إخفاء الملكية الفكرية محفوظة لمؤلف الكتاب المذكور
فى حالة وجود مشكلة بالكتاب الرجاء الإبلاغ من خلال أحد الروابط التالية:
بلّغ عن الكتاب أو من خلال التواصل معنا

الكتب الإلكترونية هي مكملة وداعمة للكتب الورقية ولا تلغيه أبداً بضغطة زر يصل الكتاب الإلكتروني لأي شخص بأي مكان بالعالم.
قد يضعف نظرك بسبب توهج الشاشة، أدعم ناشر الكتاب بشراءك لكتابه الورقي الأصلي إذا تمكنت من الوصول له والحصول عليه فلا تتردد بشراءه.
أنشر كتابك الآن مجانا