English  

كتب دغزې د اوربند مهمې بيښې

اذا لم تجد ما تبحث عنه يمكنك استخدام كلمات أكثر دقة.

عرض المزيد

دغزې د اوربند مهمې پیښې (كتاب)


د الله جل جلاله لوی فضل او کرم چی د غزې په مظلومو مسلمانانو بیا د آزادی لمر را وخوت د 470 ورځو کړاوونو ، لوږو ، تندو ، ویر ، ماتم ، زخمونو او وینو تویولو وروسته یو ځل بیا ډلې ډلې بې ځایه شوې مهاجرین د غزې د جنوب څخه درشید او صلاح الدین د څلورلارو څخه تیر او هر موټر د تالاشۍ لپاره د نتساریم دروازې څخه د تیریدو پخاطر انتظار باسي تر څو خپلو کنډوالوته ځانونه ورسوي ، ددې سره سره چی د امریکا جمهور رئیس د مصر او اردن سره پدې لګیادۍ ترڅو دا مظلوم او بې دفاع مسلمانان په زور سره د خپلو کورونو څخه وباسي او یاد شوو دوو ملکونو ته یی کده کړي ، دغه ظالم مخکې هم ویلي وه چی اسرائیل په نقشه کې وړوکۍ دۍ باید وسعت ورکړل شي ،علی کل حال .
داچې او س یو مؤقت اوربند راغلۍ الله جل جلاله د وکړې چې دغه مؤقت اوربند په دائمي اوربند بدل شي او ددې مظلومومسلمانانو غمونه په خوشحالی ، تکلیفونه په راحت تبدیل شي .