اذا لم تجد ما تبحث عنه يمكنك استخدام كلمات أكثر دقة.
«د یرغل پر وړاندې» پېژندنه
په فکري او نظامي ډګر کې د ماتې او بریا لومړی شرط د قضیې او دښمن پېژندنه ده. موږ په خپل تاریخ کې ډېر ځله دښمن ته په پوځي ډګر کې ماتې ورکړې، خو د هغوی د فکري او سیاسي دسیسو پر وړاندې د هراړخیز پوهاوي د نشتوالي له امله بیا هم له ستونزو سره مخ شوي یو. د وتلي لیکوال استاد مجاهد اثر «د یرغل پر وړاندې» (چې د تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو د بېلابېلو مقالو ټولګه ده) کټ مټ همدا خلا ډکوي. دا کتاب د روان یرغل په اړه د بشپړ پوهاوي رامنځته کولو لپاره د فکري مبارزې یو ځانګړی «شاهکار» دی.
د دغه ارزښتمن کتاب اصلي محورونه د کتاب متن په رڼا کې څېړو:
۱. د یرغل د ماهیت بربنډول
د استعماري او نیمه استعماري ځواکونو د تبلیغاتو له امله، ډېری خلک د روانې جګړې له اصلي ماهیت څخه بې خبره پاتې دي. ځینې ورته تشه اقتصادي جګړه وايي او ځینې یې بیا نیابتي جګړه بولي. خو دا کتاب ثابتوي چې دا جګړه تر دې ډېره ژوره ده. کتاب د هغې «شعوري خو بې لارې کوونکې» ډلې جنایات افشا کوي چې غواړي:
• د دښمن فکري او عقیدوي هويت پټ کړي.
• د جهاد په حکم کې شکونه پیدا کړي.
• مسلمان ملت له خپل رزمي تاریخ او اصیل فرهنګ څخه پردی کړي.
• د ملت پر حافظه ملنډې ووهي او د هغوی تاریخي سرښندنې نورو ته منسوب کړي.
«د یرغل پر وړاندې» کتاب خپل لوستونکي بېرته د هغوی اصیل هویت، تاریخ او کلتور ته ورګرځوي او د جګړې واقعي څېره روښانوي.
۲. د یرغل کیفیت؛ یوه هراړخیزه او خاموشه جګړه
استاد عبد الهادي مجاهد (حفظه الله) په خپل کتاب کې دا روښانه کړې ده چې روانه جګړه یوازې په مادي او پوځي وسایلو محدوده نه ده، بلکې دا یوه «فکري، د مفاهیمو او خاموشه جګړه» ده. دا یو داسې هراړخیز یرغل دی چې په یو وار د انسان تنه او روح دواړه په نښه کوي.
کتاب دا دلیلي خلاصه وړاندې کوي چې دا جګړه د یوې ځانګړې عقیدې او فکري مرکز لخوا اداره کېږي؛ ځکه نو په اداره کې د دښمنانو تشکیلاتي توپیر د هغوی د اهدافو د بدلون معنا نه لري او باید پر وړاندې یې یو منظم او هراړخیز ستراتیژیک مقاومت شتون ولري.
۳. د دښمن د کلتوري هويت پېژندنه
د دښمن پېژندل یوازې د هغه په جغرافیایي او ژبني هویت کې نه خلاصه کېږي. اصل پېژندنه دا ده چې د هغه تاریخي ژور، فکري رجحان او فرهنګي سرچینې مطالعه شي. دا کتاب د دښمن د تېرويژني لومو پر ځای، د هغه له عقیدې زېږېدلی فرهنګ تحلیلوي. په کتاب کې د «ډیموکراسۍ» د شعار تر شا پټ حقایق سپړل شوي او ښودل شوي چې څنګه دا مفکوره د اسلام د بدیل په توګه کارول کېږي او د «اعتدال او سولې» په نوم دښمن ته مشروعیت بښل کېږي.
۴. د لیکوال د لیدلوري ځانګړتیا
د دې کتاب یوه بله ځانګړنه دا ده چې لیکوال یې د یو داسې علمي څېړونکي په څېر «بې طرفه» نه دی پاتې شوی چې له صحنې لرې وي. لیکوال د «قضیې سړی» دی؛ هغه پخپله د دغو جریاناتو په تودو سنګرونو او سختیو کې ژوند کړی. هغه د «علمي منافقینو» برعکس، پر هغه څه چې لیکلي یې دي، پوره ایمان او عقیده لري او په پوره مېړانه یې تر نورو رسولي دي.
پایله او سپارښتنه:
«د یرغل پر وړاندې» کتاب یوازې د لوستلو لپاره نه، بلکې د ژورې مطالعې، عقل او زړه ته د سپارلو او د ټولنې نورو غړو ته د رسولو لپاره یو فکري لارښود دی. دا اثر په اوسني عصر کې د فکري بیدارۍ او د دښمن د پېچلو پلانونو د شنډولو لپاره یوه بې سارې او اغېزمنه وسله ده.