اذا لم تجد ما تبحث عنه يمكنك استخدام كلمات أكثر دقة.
امام نووی رحمت الله علیه پخپله هر اړخیزه وینا کې مشرانو ته دنصیحت دمعنا په اړه ویلی دي : دمسلمانو مشرانو لپاره دادي چې : دهغوی سره دحق ویل کیدو لپاره مرسته کول،دهغوی اطاعت کول،پدې سره د هغوئ امرمنل،هغوی متوجه کول او دیته یی پام کول چې دولسونو سره نرمي وکړئ او کوم څیزته یی چی پام نه وي هغه ته توجه راګرځول،اوکوم چې د مسلمانانو دحقوقو څخه پاتې وي هغه ته توجه کول، او په ضد یی پاڅون نه کول،ددوی داطاعت او پیروی لپاره دمسلمانانو د زړونو راګرځول او یو ځای کول،امام خطابي رحمت الله علیه ویلی دي : دمشرانو د نصیحت څخه مطلب دادی چې : ددوی په امامت لمو نځ کول،له دوی سره جهاد ته تلل ، دوی ته زکات ورکول او په ضد یی وسله وال پاڅون نه کول ، اوکه ددوی څخه څه ناوړه یا بد چلند ښکاره شو، او دوی ته د نیکی دعا کول ، دا ټول ّهغه څه دي چې د مسلمانانو پاچایانو څخه مطلب خلفاء راشدین او یا هغه څوک دي چې د مسلمانانو چارې پرمخ بیایي لکه : امیران او مشران